د پیسو وینځلو او د نورو جرمونو د تمویل سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون کاري کمیټې غونډه وکړه

د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عواید د مخنیوي قانون د څلور دېرشمې مادې پر بنسټ د پیسو وینځلو او د نورو جرمونو د تمویل سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون کاري کمیټې دویمه غونډه د ۹ دولتی ادارو استازو په گډون تر سره شوه. یاده غونډه د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز لوی آمر ښاغلي جمال ناصر رئوفی په مشرۍ د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۳ نېټه د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز دفترکې جوړه شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په لمړی سرکې ښاغلي رئوفی دکاري کمېټې د رامنځ ته کېدو اساس او موخې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون احکام، نړیواله منل شوی ستندردونه، او د همغږۍعالي کمیسیون د پرېکړو د لا ښه پلي کول وښودل، وروسته یې د اجندا مطابق بیا دکمېټې د غړو سره پر مهم مواردو بحث وکړ.

همدا رنگه د اجنډا سره سم، ښاغلي رئوفی د پیسو وینځلو د ملي گواښونو د ارزونې او د عمل پلان په هکله د غونډې ګډونوالو ته تفصیلي معلومات ورکړل، او د نوموړی ارزوني بهیر پیل، د زیانمتیاوو تشخیص او د را پیدا شوو نیمګړتیاوو د لری کولو دپاره د عمل پلان په رابطه مفصل بحث وکړ.

د یادونی وړ ده چی ګډونوالو د معلوماتو اوریدو نه بعد هر یو خپل وار سره د عمل پلان د ښه تطبیق کولو او شته خنډونو په رابطه مفصل بحثونه وکړل.







کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019